ایران کې حکومت ضد لاریونونه پای ته رسیدلي؛ تهران: د امریکا-اسرائیلو برید ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

ایراني چارواکو اعلان کړی، چې په هېواد کې د وروستیو حکومت ضد مظاهرو لړۍ پای ته رسېدلې او اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

ایراني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله لیکلي، چې زرګونه لاریون کوونکي نیول شوي، لاریونونه پای ته رسېدلي او ښارونه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

بل‌ لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د سپاه پاسداران ویاند خبرداری ورکړی، که د امریکا یا اسراییلو له لوري کوم پوځي یا استخباراتي اقدام وشي، نو غاښ ماتوونکی او سخت ځواب به ورکړي.

ایراني چارواکي وایي، د دوی د هېواد ملي امنیت سره لوبې خطرناکې پایلې لري او تهران به هېڅ راز تجاوز او لاسوهنه بې‌ ځوابه پرېنږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button