مسوولين: د هرات–خواف پټلۍ له لارې واردات پنځه برابره زیات شوي

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د هرات سیمهییز مسوولين وایي، د هرات–خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو واردات د تېرو میاشتو پرتله پنځه برابره زیات شوي دي.
د روزنک سټېشن مسوولینو ویلي، چې دا زیاتوالی د ترانزیټ د اسانتیاوو او منظم تګ راتګ له امله رامنځته شوی دی.
د مسوولینو په وینا، پخوا به هره میاشت له ۱۰ تر ۱۵ زره ټنه توکي هېواد ته واردېدل، خو اوس دا کچه نږدې ۷۰ زره ټنو ته رسېدلې ده.
دوی زیاتوي، چې د وارداتو ډېره برخه سمنټ، اوسپنه، سرامیک، کاغذ، بوره، غوړي او تېل دي، چې له ایران، ترکیې، چین او متحده عربي اماراتو څخه راوړل کېږي.



