لښکرګاه کې ۷ پروژې او کندز ښار کې د ۱۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۱.۵ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د هلمند په لښکرګاه ښار کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت اووه پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لښکرګاه ښاروالۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو مدیر محمد طاهر ابشار وايي، چې یادې پروژې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ښار په لومړۍ، درېیمې، څلورمې، پنځمې او اتمې ناحیو کې پلې شوې دي.
ابشار زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې د عمومي سړکونو رغونه، د پلېلارو جوړول، ګلدانونه او پلچکونه، او همدارنګه د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړکونو داغګیري شاملې دي.
په ورته وخت کې، د کندز ښار کې هم د ۱۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱.۵ کیلومتره سړک چارې بشپړې شوې دي.
مسوولین وايي، دغه سړک به د ترافیکي ستونزو په کمولو او د ښاري خدماتو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.



