د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۴۰۱ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د سهشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۴۰۱ کډوالې کورنۍ، چې ۲۱۶۵ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.
د راپور له مخې، يوازې د تورخم له لارې ۳۱۴ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۳۸ کورنۍ، د بهرامچې له لارې ۲۷ کورنۍ، د اسلامکلا له لارې ۱۳ کورنۍ او د ورېښمو له لارې ۹ کورنۍ ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي، چې په همدې ورځ له ۲۴۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د خدماتو کمېټو له لوري ۳۶۷ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. سربېره پر دې، ۲۳۶ کورنۍ چې ۱۲۷۷ تنه غړي یې لرل، د ترانسپورټ کمېټو له خوا د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې او د لېږد په بدل کې ورته کرایې ورکړل شوې دي.



