ایراني رسنۍ: د حکومت ضد لاریون والو مشر عرفان سلطاني ښايي سبا اعدام شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ایران ګڼو رسنیو راپور ورکړی، چې ښایي سبا د مدني فعال “عرفان سلطاني” د اعدام حکم عملي شي. نوموړی د حکومت ضد وروستیو لاریونونو له مهمو مشرانو څخه بلل کېږي او له لومړۍ ورځې یې پکې فعاله ونډه اخیستې ده.
راپورونه زیاتوي، چې د بشري حقونو او مدني سازمانونو له خوا د سلطاني د ژوند د خوندیتوب لپاره پراخ غږونه پورته شوي؛ خو تر دې دمه د نوموړي د برخلیک او اعدام د پرېکړې په اړه ډېر جزئیات نهدي خپاره شوي.
د ویلو ده، چې د ایران اسلامي جمهوري دولت پر ضد له تېرو ۲ اوونیو راهیسې لاریونونه روان و، چې د حکومت له لوري وځپل شول، چې تر دې دمه پکې د ۲۰۰۰ کسان وژل کېدل تائید شوي، لسګونه زره نور نیول شوي، چې له ډلې یې ۳۰۰۰ اسرائیلي استخباراتو سره د اړېکو په تور پوځي محکمو ته ور پېژندل شوي دي.



