په بلخ کې د پولیسو د روزنیز مرکز څخه ۵۱۷ منسوبین فارغ شول

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د بلخ ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۵۱۷ تنه منسوبین د عقیدتي او مسلکي زده‌کړو تر بشپړېدو وروسته فارغ شول.

د مسوولینو په وینا، یاد فارغ شوي منسوبین د شمال زون د پنځو ولایتونو؛ بلخ، سمنگان، سرپل، جوزجان او فاریاب د قطعاتو او جزوتامونو پورې تړاو لري.

چارواکي وايي، فارغ شویو منسوبینو ته د فراغت اسناد (تصدیق‌نامې) هم ووېشل شوې. د دوی په خبره، دا روزنه به د امنیتي چارو په پیاوړتیا او د پولیسو د مسلکي ظرفیت په لوړولو کې اغېزمنه تمامه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button