خامنه ای وسله والو ځواکونو ته: که امریکا برید وکړ کویټ کې یې اهداف په نښه کړئ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د ایران مذهبي مشر د هېواد ټولو دفاعي ځواکونو او د سپاه پاسداران اړوندو قطعاتو ته د بشپړې تیارسۍ امر صادر کړی دی. دا پرېکړه له هغه وروسته شوې، چې امنیتي سرچینو د امریکا له‌خوا د احتمالي پوځي اقدام د نږدې کېدو خبر ورکړ.

سرچینې وايي، د ایران پوځي او استخباراتي ادارو ته د لوړ خطر خبرداری ورکړل شوی او د قومندانۍ کچه لوړه شوې، څو د احتمالي سناریوګانو پر وړاندې چټک غبرګون وښيي. همداراز د هوايي دفاع، توغندیزو واحدونو او سمندري ځواکونو د چمتووالي د لا زیاتوالي سپارښتنه هم شوې ده.

په ورته وخت کې، د ایران مذهبي مشر خبرداری ورکړی، که امریکا د ایران پر ضد هر ډول پوځي سرغړونه وکړي، نو تهران به دا اقدام بې‌ځوابه پرېنږدي. د هغه په وینا، په احتمالي غبرګون کې به د امریکا سیمه‌ییزې ګټې او متحدین، په ځانګړي ډول کویت، په نښه شي.

سیاسي شنونکي دا څرګندونې د رواني جګړې او فشار د سیاست برخه بولي؛خو دا هم وایي چې د سیمې د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې ورسره زیاتې شوي دي. خلیجي هېوادونه، په ځانګړي ډول کویت، له سختو امنیتي شرایطو سره مخ دي.

کارپوهان ټینګار کوي، که څه هم دا مهال د مستقیمې جګړې نښې نشته، خو د دواړو لورو د تندو څرګندونو دوام کولای شي د یوه کوچني پېل له امله پراخ بحران رامنځته کړي. د نړیوالې ټولنې لپاره دا وخت د ډیپلوماټیکو هڅو د فعال ساتلو مهم فرصت بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button