کیم جونګ اون: اوسنۍ نړۍ کې قانون یوازې زور او پرمختللې وسلې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د شمالي کوریا مشر “کیم جونګ اون” ویلي، چې په نننۍ نړۍ کې د قانون او اصولو مفکوره یوازې له زور، ځواک او پرمختللې ټکنالوژۍ سرچینه اخلي، نه له عدالت او ارزښتونو څخه.

نوموړي ټینګار کړی، چې که یو هېواد زورور ځواک ولري، نو د نړۍ ټول قوانین، اصول او تعاملات یې تر کنټرول لاندې وي.

هغه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتي، چې د هر ډول ناورین یا سخت وضعیت لپاره دې هر وخت چمتو وي، ځکه نړۍ د زور له منطق پرته نه‌ چلېږي.

کیم زیاته کړې، چې شمالي کوریا به خپلو دفاعي پروګرامونو ته دوام ورکوي، څو له نړیوال فشار او ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button