په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۶ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي بېرته وګرځول شول

کابل ټکی کام (چهار شنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی، چې د دې ادارې له لوري په شیخ ابو نصر فراهي بندر کې د ۲۶ ټنه کم‌کیفیته ودانیزو توکو د واردېدو مخه نیول شوې ده. د ادارې په وینا، یاده محموله د ګاډرو (نودانۍ) وه چې د کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود.

د خبرپاڼې له مخې، یاد توکي له کره ارزونې او د کیفیت له کنټرول وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.

د معیار او کیفیت اداره وایي، موخه یې دا ده چې د هېواد بازارونو ته د بې‌کیفیته توکو له ننوتلو څخه په جدي توګه مخنیوی وشي او د خلکو روغتیا، خوندیتوب او د باکیفیته بازار رامنځته کول تضمین شي.

مربوطه مطالب

Back to top button