الماس خدرخيل
هغه څه چې نن په سیمه کې روان دي، د جګړې نښې ښکاري، خو په اصل کې جګړه نه ده. دا د «حساب شوې نږدې کېدو» یوه ننداره ده؛ داسې حالت چې ګواښ تر ټولو لوړې کچې ته رسول کېږي، خو له عملي جګړې ډډه کېږي. لومړنی تاوان پکې وهم ته رسېږي، ځکه ډېری خلک دا حالت د جګړې د پیل په معنا اخلي.
نښې ډېرې وي لکه د هوايي فضا تړل، د الوتنو د مسیر بدلول، د NOTAM اعلانونه، د بېلابېلو ډلو د تیارسۍ خبرې، د پنتاګون له لوري د «پوځي اختیارونو» یادونه او د ټرمپ څرګندونې. خو که دا صحنه ژوره ولوستل شي، یو مهم حقیقت راڅرګندېږي: امریکا د جګړې پر لور نه ده روانه، بلکې تر هغې لوړې کچې ګواښ ته رسېږي چې تر هغې پورته تګ د لوېدو معنا لري. یعنې واشنګټن د توان تر سقف رسېدلی، نه د غوښتنې تر سقف.
هغه ستونزه چې لږ پرې خبرې کېږي: د امریکا اصلي پوښتنه دا نه ده چې «څنګه پر ایران برید وکړو؟» بلکې دا ده چې «څنګه وښیو چې د برید توان لرو، بې له دې چې مجبور شو هغه عملي کړو؟»
ځینې واقعیتونه دا تګلاره پیاوړې کوي:
په سیمه کې کافي الوتکوړونکې بېړۍ نشته، د توماهاوک توغندیو زېرمې محدودې دي او ژر نه جبرانېږي، هر پراخ برید به اوږدمهاله ستړیا رامنځته کړي چې چین ته مستقیمه ګټه رسوي، هر ډول ګډوډي په ایران کې د کډوالو ناورین او د وسلو بېدولته کېدل رامنځته کولی شي، او د نظام نسکورول ښايي له پاتې کېدو هم خطرناکه تشه پیدا کړي.
عملي کېدونکی سناریو: اعظمي ویره، بې له جګړې له همدې امله داسې تګلاره عملي کېږي چې «اعظمي ویره» رامنځته کړي، خو جګړه ونه شي.
لومړی ګام د وېرې لوړه کچه ده: فضا تړل کېږي، سمندري ځواکونه خوځېږي، د تیارسۍ خبرې کېږي او د «پوځي اختیارونو» درزونه ورکول کېږي. موخه دا ده چې د مقابل لوري پرېکړه فلج شي، نه دا چې پرې برید وشي.
دوهم ګام دا دی چې ایران لوړې تیارسۍ ته داخل شي، بې له دې چې ډزې وشي. پایله یې اقتصادي فشار، د الوتنو ټکني کېدل، کورنی تاوتریخوالی او رواني ستړیا ده—ټول هغه زیانونه چې امریکا ته بې له یوې مرمۍ ګټه رسوي.
«نږدې برید» چې ښايي لغوه شي
تر ټولو خطرناک حالت دا نه دی چې برید وشي، بلکې دا دی چې تر وروستۍ شېبې پورې نږدې شي او بیا شاتګ وشي. دا کار ټرمپ ته اجازه ورکوي چې د «هغه سړي» انځور وساتي چې بېځایه ګواښ نه کوي، خو په عین حال کې د جګړې بیه، د وسلو مصرف او د سیمې لمبې ته لمن ونه وهي. که کوم محدود یا «جراحي» برید هم وشي، نو تمه کېږي ځواب یې هم حساب شوی او سمبولیک وي، وروسته به د منځګړیتوب او خبرو اترو خبرې پیل شي. په دې توګه به امریکا رسنیز «بری» واخلي، ایران به لنډمهاله ساه واخلي، خو ولسي خوځښتونه به چوپه ضربه ووهي او په کرار کرار به کمزوري شي.
ستراتیژیکه پایله
هغه څه چې په ښکاره نه ویل کېږي دا دي: امریکا نه غواړي همدا اوس نظام نسکور کړي، او نه یې ژغورل غواړي. هدف دا دی چې نظام «معلق، ستړی او نازک» وساتل شي—نه دې مري او نه دې ښه کېږي. دا تر ټولو خطرناک حالت دی چې د ایران په کچه یو هېواد پکې اچول کېدای شي.
ولې دا هر څه چین ته ګټه رسوي؟
ځکه هر ساعت تاوتریخوالی په خلیج کې د امریکا تمرکز وېشي، هر مصرف شوی توغندی په تایوان کې د امریکا توان کموي، او هره منځني ختیځه ګډوډي د بېجینګ لپاره د مانور فضا برابروي. چین جګړې ته اړتیا نه لري؛ بس کافي ده وویني چې امریکا څنګه ځان ستړی کوي.
پایله
له ناسم لوست او د ټرمپ له محاسبې ډکې لوبې باید ځان وساتو. څوک چې پراخې جګړې ته سترګې په لاره دي، ښايي له «هیڅ شي» سره مخ شي؛ او څوک چې شاتګ کمزوري ګڼي، د لوبې قواعد نه درک کوي. هغه څه چې اوس روان دي، د چاودنې پرته د فشار تر ټولو لوړه درجه ده. که چاودنه وشوه، ښايي اوس نه وي، بلکې هغه مهال چې دا پړاو د مقابل لوري د ارادې په ماتولو کې پاتې راشي. راتلونکې شېبې د ځواک ازموینه نه ده، بلکې د اعصابو، زغم او د صحنې د سم لوستلو ازموینه ده.

















