ننګرهار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۳۰ تنه نیول شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۴ل)

د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د ننګرهار امنیې قومندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تېرو اوو ورځو کې ۳۰ تنه د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

له نیول شوو کسانو سره ۱۷ کیلوګرامه چرس، څه باندې ۶ زره نشه‌يي ټابلیټونه او یوه اندازه شیشه او هیرویین ترلاسه شوي دي.

همدارنګه د غزني امنیې قومندانۍ پولیسو څلور تنه د ۵۰ کیلوګرامه شیشې، هیرویینو او چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي. دغه پلټنې د غزني ولایت اړوند سیمو کې ترسره شوي او د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button