د مهاجرینو کمېسیون: د بېلابېلو لارو ۵۹۵ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، چې د چهارشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۵۹۵ کډوالې کورنۍ، چې ۳۲۴۹ تنه غړي لري، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې او د اړوندو کمېټو له لوري ثبت او بایومېټریک شوې دي.
راپور زیاتوي، چې یوازینی د تورخم له لارې ۴۹۷ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۴۱ کورنۍ، د اسلامکلا له لارې ۲۱ کورنۍ، د ورېښمو له لارې ۲۱ کورنۍ او د بهرامچې له لارې ۱۵ کورنۍ ثبت شوي او د ترانسپورت کمېټو له خوا ۳۵۳ کورنۍ او ۱۸۶۳ تنه بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوي او یادو کورنیو ته د لېږد په بدل کې نغدي کرایې هم ورکړل شوې ده.
سربېره پر دې، د مالي چارو کمېټو له لوري ۳۷۳ کورنیو سره نغدي مرستې شوي او د خدماتو کمېټو له خوا ۵۶۳ وړیا سیمکارتونه، روغتیايي خدمات او نور اړین خدمات راستنو شویو مهاجرینو ته وړاندې شوي دي.



