عایشه قذافي: د ایران ولس دې د لوېدیځ پر ژمنو نه غولېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵، مرغومی، ۱۴۰۴ ل)

د لیبیا د پخواني مشر معمر قذافي لور، عایشه قذافي، د ایران ولس ته په یوه تازه پیغام کې د لوېدیځ پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې لوېدیځ هېوادونه د خوږو خبرو او دروغجنو ژمنو له لارې ملتونه غولوي.
عایشه قذافي په خپل پیغام کې ویلي، چې د خپلې کورنۍ او ولس درد دې ته اړ کړې چې نورو ملتونو ته د تجربې له مخې خبرداری ورکړي. هغې زیاته کړې:
«زه د هغې ښځې غږ یم چې و يې لیدل هېواد یې د ښکاره دښمنانو په لاس نه، بلکې د لوېدیځ د موسکاوو او دروغجنو ژمنو په جال کې ونړېد.»
هغې ادعا کړې چې لوېدیځو هېوادونو یو وخت د هغې له پلار معمر قذافي څخه وغوښتل چې خپل اټومي او توغندیز پروګرامونه پرېږدي او ژمنه یې ورکړه چې په بدل کې به نړیوال ملاتړ او اقتصادي پرانیستې ورسره وشي. خو د هغې په وینا، پایله یې د ناټو هوايي بریدونه او د لیبیا ویجاړېدل وو.
عایشه قذافي د ایران د ولس د زړورتیا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د بندیزونو او اقتصادي فشارونو پر وړاندې د هغوی مقاومت د خپلواکۍ نښه ده. نوموړې ټینګار کړی چې د دښمن پر وړاندې امتیاز ورکول کولای شي د ورانۍ او کړاو لامل شي.
د یادونې وړ ده چې دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې سیاسي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د لوېدیځ او یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول ايران ترمنځ اختلافونه دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button