عبدالملک الحوثي: که صهیونیستي اشغالګر په صومالیا لېنډ کې مېشت شي، بریدونه پرې کوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” خبرداری ورکړی، که صهیونیستي اشغالګر صومالیا لېنډ کې پوځي حضور ټینګ کړي، نو د دوی پر ضد به پوځي بریدونه ترسره کړي.

نوموړي په خپله تازه وینا کې ویلي، چې د سیمې امنیت د صهیونیستي رژیم د پراخېدونکي نفوذ له امله له جدي ګواښ سره مخ دی او یمن به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې اسراییل د اسلامي هېوادونو په شاوخوا کې پوځي اډې جوړې کړي.

حوثي ټینګار کړی، چې د فلسطین د خلکو ملاتړ یوازې په خبرو نه، بلکې په عملي اقدام سره کېږي او هر هغه ګام چې د صهیونیستي اشغال د پیاوړتیا سبب شي، دوی به ورته مناسب ځواب ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې د سره سمندر، باب‌المندب او د افریقا سیمې د اسلامي امت له ستراتیژیکو سیمو څخه دي او هر ډول بهرنی اشغال به د پراخې بې‌ثباتۍ لامل شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د صهیونیستي رژیم د احتمالي پوځي حضور په اړه راپورونه خپاره شوي، چې د سیمې هېوادونو اندېښنې یې راپارولې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button