کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” ویلي، چې له افغانستان سره د مسکو اړېکې په وروستیو کې خورا نږدې او پراخې شوې، همدا چاره د دې لامل شوه چې روسیه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
پوتین دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې په مسکو کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر خپل باورلیک ورته وسپاره.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې هېواد یې د یو په پښو ولاړ، خپلواک او له ترهګرۍ پاک افغانستان هیله لري او په دې برخه کې به خپل کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه ټینګار کړی، چې ثبات لرونکی افغانستان نه یوازې د سیمې، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم مهم دی او روسیه چمتو ده، له اسلامي امارت سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري پراخه کړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت او روسیې ترمنځ اړېکې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پراخې شوې او د دواړو لورو ترمنځ پر بېلابېلو موضوعاتو منظمې سیاسي اړېکې د پراختیا په حال کې دي.


















