د سوریې جګړه؛ په حسکه ولایت کې کردي قبایلو د حکومت پر ضد پاڅون کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وايي، چې د سوریې په شمال ختیځ د حسکه ولایت په یو شمېر سیمو کې کردي قبایلو د حکومت پر ضد پاڅون کړی او د دواړو لورو ترمنځ خوړنړۍ نښتې روانې دي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، یاد پاڅون د حکومت د سیاسي او امنیتي تګلارو، د خلکو پر وړاندې د محدودیتونو او د واک د انحصار پر ضد پیل شوی دی.
ویل کېږي، چې قبایلي ځواکونه د حکومتي پوستو پر وړاندې راوتلي او په ځینو سیمو کې یې کنټرول هم ترلاسه کړی دی.
راپورونه زیاتوي، چې حکومتي ځواکونو د پاڅون د ځپلو لپاره پوځي تحرکات پیل کړي او د حسکه په ځینو کلیوالو او ښاري سیمو کې نښتې لا هم روانې دي، چې له امله یې ولسي خلک د ناامنۍ او بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ شوي دي.
تر اوسه د دغو نښتو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی خپور شوی، خو سرچینې وايي، چې دواړو لورو ته تلفات اوښتي او عامو خلکو ته هم مالي زیانونه رسېدلي دي.
سیاسي شنونکي وایي، چې دغه پاڅون ښيي، چې د سوریې جګړه لا هم نوې بڼې خپلوي او داخلي اختلافونه د هېواد امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.



