د ایران بهرنیو چارو وزیر: امریکا سره خبرو کې پرمختګ شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سویس په مذاکراتو کې د لبنان د جګړې د پای ته رسېدو او یو شمېر نورو موضوعاتو برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي
عراقچي پر خپله اېکس پاڼه “پخواني ټویټر” لیکلي، چې د یادو مذاکراتو د هوکړو په پایله کې د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو پر صادراتو لګېدلي بندیزونه ځنډول شوي، سمندري محاصره پای ته رسېدلې، د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او د ایران د بیارغونې او اقتصادي پراختیا ستره طرحه پیل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو هوکړو لومړنۍ عملي ازموینه به په لبنان کې د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوی وي.
عراقچي خبرداری ورکړی، که امریکایي لوری د لبنان په ګډون ټولو جبهو کې د جګړې درولو پر ژمنې عمل ونه کړي نو د راتلونکو مذاکراتو د پیل پرېکړه به د ایران ستر مذهبي مشر کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button