قاآني: د لبنان له سوېل څخه نه وتل به اشغالګرو ته درنه بیه ولري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د سپاه قدس ځواک قوماندان “اسماعیل قاآني” صهیونیستي پوځیانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د دوی نږدې سل سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
قاآني ویلي، که اشغالګر ځواکونه په خپله خوښه د لبنان له سوېلي سیمو ونه وځي، نو د ۲۰۰۰ کال تاریخي ماتې به یو ځل بیا تکرار شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اشغال او تېري دوام به صهیونیستي رژیم له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي او د ماتې او سپکاوي لامل به یې شي.
د سپاه قدس قوماندان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د لبنان په سوېل کې د صهیونیستي ځواکونو او د مقاومت ډلو ترمنځ کړکېچ او نښتې دوام لري.



