عبدالملک حوثي: د ایران ترڅنګ ولاړ یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” ویلي، چې د ایران پر ضد د هر ډول فشار او شخړې په صورت کې به د ایران ترڅنګ ولاړ وي او د جګړې او سیاسي خبرو ملاتړ کوي.
هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی،چې سیمهییز بدلونونه او روان کړکېچونه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه کوي. نوموړي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې هر ډول اقدام به د سیمې پر امنیت او ثبات منفي اغېزې ولري.
عبدالملک حوثي همداراز ویلي، چې د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو دروازه باید پرانیستې پاتې شي، خو که جګړه تحمیل شي، دوی به د خپلو متحدینو ترڅنګ ودریږي.
د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري.



