ولسمشر الشرع: حزب‌الله سره خبرو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د سوریې ولسمشر “احمد الشرع” ویلي، چې هېواد یې لبنان ته د ځواکونو د لېږلو نیت نه لري او د روانو ستونزو د حل لپاره له جګړې پرته نورې لارې چارې هم شته.
نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که د سوریې او لبنان ملي ګټې ایجاب کړي، نو چمتو دي چې له حزب‌الله اسلامي حرکت سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړي.
الشرع ټینګار کړی، چې سیاسي تفاهم او دچیپلوماټیکې هڅې کولی شي د سیمې د کړکېچونو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي او د لا زیاتو نښتو مخه ونیسي.
د سوریې ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې تر دې وړاندې امریکایي ولسمشر “ټرمپ” له سوریې غوښتي و، چې لبنان ته ځواکونه ولېږي څو حزب الله سره جګړه وکړي؛ خو سوریې غوښتنه رد کړې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button