ملا عبدالغني برادر په کابل کې د قطر له سفیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرستيال وياند مولوي حمدالله فطرت وايي چې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره کتلي.
د فطرت په وینا، د لیدنې پر مهال دواړو لورو په افغانستان کې د قطر د پانګونې، د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د ګډو اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
همداراز په دې کتنه کې پر یو شمېر سیمه ییزو موضوعاتو هم بحث شوی، خو د دواړو لورو د خبرو نور جزییات نه دي خپاره شوي.



