د هرات ښار نوی ماسټرپلان د وروستۍ منظورۍ لپاره ریاست الوزراء ته وړاندې شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د هرات ښار نوی ماسټرپلان له پراخو تخنیکي مطالعاتو، امکان سنجونې او ساحوي ارزونو وروسته بشپړ شوی او د وروستۍ منظورۍ لپاره د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شوی دی.

دغه پلان د وزارت د متخصصینو له لوري د هرات ولایت مقام، د کور او ښار جوړولو ریاست او ښاروالۍ په همغږۍ چمتو او د وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني له خوا تایید شوی دی.

د وزارت په وینا، په نوي ماسټرپلان کې استوګنیزې، سوداګریزې، صنعتي، اداري، تعلیمي، روغتیايي، لوژستیکي، تفریحي، کرنیزې او شنې سیمې، د ښاري ترانسپورټ شبکې او تاریخي ساحې په پام کې نیول شوې دي.

 وزارت وایي، د امیرالمؤمنین له وروستۍ منظورۍ وروسته به دا پلان د هرات ښار د رسمي ښاري پراختیا سند وګرځي او د راتلونکو زیربنایي او پراختیایي پروژو بنسټ به جوړ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button