کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یوه ټلیفوني اړیکه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره د روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي په دې ټلیفوني اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د سیمې امینت او ثبات د ټولو لوریو په ګټه بللی او په ډیپلوماسۍ او دوامداره خبرو ته لومړیتوب ورکولو باندې یې ټینګار کړی او د تعامل او ډیپلوماسۍ لاره یې د ټولو لپاره غوره انتخاب بللی دی.
ورته مهال، سید عباس عراقچي د افغانستان دولت، خلکو او رسنیو له مثبت دریځ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې د پرمختګ په حال کې دي.
ښاغلي عراقچي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ – راتګ مثبت ګام بللی او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي ستاینه یې کړې
















