کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان د پنبې صادرات د ۸۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۰۴ ټنو ته رسېدلي دي.
د یاد وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، چې د تېر کال پر مهال افغان پنبه پاکستان، قزاقستان، استرالیا، ازبیکستان، عراق، ترکیې، متحده عربي اماراتو او هند ته صادره شوې ده.
تر دې وړاندې د هلمند ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي و، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته بنګلهدېش، ترکیې او ایران ته د پنبې صادرات پیل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د پاکستان له لارې د لارو تر بندېدو وروسته افغان سوداګرو د صادراتو لپاره د بدیلو بازارونو او لارو موندلو هڅې چټکې کړې دي.















