د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه دوستانه سیالي هم وګټله

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام سیالیو د چمتووالي په موخه ویتنام څخه خپله دویمه دوستانه سیالي د ۵–۲ ګولونو په توپیر وګټله، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق دا بریا تأیید کړې ده.

په لومړۍ دوستانه سیالۍ کې هم افغان ملي لوبډلې ویتنام ته د ۵–۳ ګولونو په توپیر ماته ورکړې وه، چې د لوبډلې قوي چمتوالي ښکارندویي کوي.

د ملي لوبډلې پلان دی، چې له ویتنام څخه وروسته له ټایلنډ سره دوه نورې دوستانه سیالۍ ترسره کړي، څو د اسیا جام سیالیو لپاره خپله چمتوالي لا پیاوړې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button