کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۴۰۴ل)
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې په سمنګان ولایت کې د ایرګنک سیمه کې د یوې پايې تلې د مکمل کمپلکس چارې بشپړې شوې.
د حق شناس په خبره، په دې کمپلکس کې د تلې نصب، بریښنا، ودانۍ، د څښاک اوبو حلقه څاه او د تلې نښلوونکو سړکونو رغول شامل دي، چې د درې میاشتو په موده کې د څه باندې ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې.
د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د دې پروژې د بشپړیدو سره به د لوړ تناژ باروړونکو وسایطو وزن کنټرول شي او د سړکونو له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي.















