کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ایران د ملي امنیت د کمېټې لوړپوړي غړي “ابراهیم عزیزي” ویلي، چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه په بشپړ چمتووالي کې دي.
نوموړي ټینګار کړی، که د ایران مذهبي مشر په نښه شي، نو دا به ټول ایراني ملت د امریکا پر ضد متحد کړي.
له بلې خوا ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، چې هر ډول احتمالي برید به سختې پایلې ولري.
ایراني چارواکي وایي، هېواد به یې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د دفاع لپاره له هر ډول امکاناتو کار واخلي.















