کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو حسکه ولایت ته پر غځېدلې لاره دوه مهم پلونه ویجاړ کړي دي.
د دغو پلونو تر ویجاړېدو وروسته د دمشق حکومت اړوندو ځواکونو د پرمختګ مخه نیول شوې او په سیمه کې وضعیت ترینګلی شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې قسد ځواکونه او یو شمېر قبایلي ملېشې د دمشق حکومت پر ضد پراخو عملیاتو ته چمتوالی نیسي.
په ورته مهال، راپور ورکړل شوی، چې د نښتو او ګډوډیو له امله له مات شویو زندانونو شاوخوا ۲۰۰۰ داعش وسلهوال تښتېدلي دي.
د یاد وضعیت په تړاو که څه هم تر اوسه د دمشق حکومت په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ یې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه تورن کړي و، چې داعش وسله والو ته یې د تېښتې وخت ورکړی هغه تور چې قسد ځواکونو په رسمي توګه رد کړی ده.
















