کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، شیخالحدیث شهابالدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د آسیا–پاسیفیک څانګې له مشر الکساندر متیو او ورسره مل پلاوي سره په لیدنه کې اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته د مرستو د راجلبولو، همغږۍ او دوامداره ملاتړ پر څرنګوالي خبرې کړي.
ښاغلي دلاور په ۱۸ ولایتونو کې راستنو شوو کورنیو ته د خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستو د ترسره کېدو معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې مرستې په بشپړ شفافیت او عدالت مستحقو کسانو ته رسېدلې دي.
د نړیوال فدراسیون د آسیا–پاسیفیک څانګې مشر د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د دې ادارې له لارې به راستنو شوو او اړمنو کورنیو ته پراخې مرستې برابرې شي.
















