امير خان متقي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له استازو سره د راستنیدونکو مهاجرینو او طبیعي آفاتو د مرستو په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون د آسیا او آرام سمندرې سیمې له مسؤل ښاغلي الکساندر متیو او مل پلاوي سره په کتنه کې د راستنیدونکو افغان مهاجرینو او د طبیعي آفاتو له متأثرینو سره د بیړنیو مرستو، د هغوی د اساسي اړتیاوو او د صحت په برخه کې د همکاریو موضوعاتو باندې بحث کړی.
ښاغلي متیو د تېر کال د فدراسیون مرستو لنډ راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې که څه هم نړیوالې مرستې کمې شوي، خو غواړي د افغانستان سفر په ترڅ کې اړوند معلومات راټول او د مرستو تشې کمې کړي.
هغه د ا.ا.ا اړوندو ادارو، په ځانګړې توګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره همکارۍ اغېزمنې وبللې او د لا زیاتو پرمختګونو هیله یې څرګنده کړه.



