امریکايي رسنۍ: د ټرمپ اداره هڅه کوي تر ۲۰۲۶م کال پورې په کوبا کې د نظام بدلون عملي کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په فعاله توګه هڅه کوي، څو تر ۲۰۲۶م کال تر پایه په کوبا کې د واکمن نظام د بدلون زمینه برابره کړي. واشنګټن په دې لټه کې دی چې د کوبا د حکومت دننه داسې کسان ومومي، چې وکولای شي د هاوانا پر واکمنۍ فشار زیات کړي.
د «وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ د باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې د ټرمپ اداره د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو پر وړاندې د امریکا د مخکنيو اقداماتو له تجربې الهام اخلي او هغه یې د کوبا لپاره یو عملي ماډل بولي. سرچینې زیاتوي، چې د کوبا اوسنی اقتصادي وضعیت د جدي سقوط له ګواښ سره مخ دی.
راپور همدارنګه وايي، چې واشنګټن غواړي د تېلو د اکمالاتو د محدودولو له لارې پر کوبايي نظام فشارونه زیات کړي.
د ورځپاڼې په باور، د ټرمپ اداره فکر کوي چې پر مادورو د فشارونو او د هغه د متحدینو لهخوا د امتیازاتو ورکولو تجربه کولای شي د کوبا لپاره هم د یوې بېلګې په توګه وکارول شي.



