کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، هېڅ امکان نلري چې ترکي، پاکستاني او قطري ځواکونه د سوله ساتو ځواکونو تر نامه لاندې غزه کې ځای پر ځای شي.
نتنیاهو ټینګار کړی، چې اسرائیل به د غزې په تړاو د هر ډول امنیتي ترتیباتو بشپړ کنټرول ولري او اجازه به ور نه کړي چې هغه هېوادونه، چې د ده په وینا «له حماس سره نږدې اړیکې لري»، د سوله ساتو په نوم غزې ته داخل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د غزې راتلونکی امنیتي وضعیت باید د اسرائیلو د ګټو او امنیتي ارزونو پر بنسټ تنظیم شي، نه د نړیوالو یا سیمهییزو فشارونو له مخې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د غزې د جګړې تر دوام وروسته، په نړیواله کچه د دې سیمې لپاره د سوله ساتو ځواکونو د استولو پر طرحو بحثونه روان دي او ځینې هېوادونه د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوال حضور غوښتنه کوي.

















