د افغان ـ قرغیز سوداګریز فورم پر مهال د سوداګرۍ شورا د جوړېدو هوکړه لاسلیک شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، په بشکیک کې د افغان ـ قرغیز سوداګریز فورم د دواړو هېوادونو د دولتي ادارو، سوداګریزو خونو او خصوصي سکتور د استازو په ګډون ترسره شو. د سفارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان سرپرست سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، ترانزیټ او اقتصادي همکاریو د پراخ ظرفیت یادونه وکړه او د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د فورم په پای کې د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د “سوداګرۍ شورا” د جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک شو. چارواکي وایي، دغه شورا به د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ مستقیمې اړیکې پیاوړې، ګډ اقتصادي نوښتونه همغږي او د سوداګریزو او اقتصادي پروژو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button