د ۵۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیکا د ارګون–رباط ۲۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ټولګټو چارو وزارت د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ څخه د سروبي ولسوالۍ تر رباط سیمې پورې د ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د ۵۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ډیزاین بلټ په بڼه پیل کړې.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، د پروژې د پرانیستې مراسم د پکتیکا د والي او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او اوسېدونکو په حضور کې ترسره شول.
د نوموړي په وینا، د سړک ترڅنګ به یو شمېر اړین مصنوعي ساختمانونه هم جوړ شي او ټاکل شوې ده چې د پروژې چارې په ۲۲ کاري میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ټولګټو چارو وزارت وایي، د پروژې د پلي کېدو پر مهال به سیمه ییزو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو وروسته به د پکتیکا د شپږو ولسوالیو د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې شي.



