اسراییلي ځواکونه د سوریې د درعا کلیوالو سیمو ته ننوتلي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

راپورونه وایي، چې د اسراییلو یوه پوځي قطعه، چې څلور پوځي زغره‌وال موټر یې ملتیا کوله، د سوریې د درعا ولایت د الیرموک حوض سیمې ته ننوتلې او د معریه له ښارګوټي څخه د عابدین کلي او د المغر غونډۍ تر سیمې پورې مخته تللي او يادې سيمې يې اشغال کړي دي.

د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو تر دې وړاندې هم د جمعې په ورځ د اتو پوځي موټرو په ملتیا د جملې ښارګوټي ته ننوتلي وو، چې هلته په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي، پوځي پوستې یې جوړې کړي او د ملکي وګړو یو شمېر کورونه یې تلاشي کړي دي.

تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه د اسراییلو یا د سوریې د چارواکو رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button