ټرمپ: امریکایي پوځ په ایران کې نوي پوځي هدفونه په نښه کړي؛ د هرمز تنګي په اړه یې سخت خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، چې امریکایي پوځ یو ځل بیا په ایران کې د توغندیو مرکزونه، د پوځي څارنې تاسیسات، مخابراتي سیسټمونه او د هوايي دفاع او بې‌پیلوټه الوتکو اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.

ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، امریکا به “خپل کار پای ته ورسوي.” هغه ټینګار کړی، چې واشنګټن به د سیمې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې که وضعیت همداسې دوام ومومي او د زغم کچه پای ته ورسېږي، نو امریکا به هغه عملیات چې پیل کړي، په پوځي توګه بشپړ کړي.

هغه خبرداری ورکړی، چې په داسې حالت کې به ایران له سختو پایلو سره مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button