د پاکستان هوايي بریدونه؛ پکتیا، پکتیکا او کونړ کې ملکي وګړو ته درانه تلفات اوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
کابل ټکی کام ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځ تېره شپه شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
ځایي سرچینې وایي، پاکستاني جنګي الوتکو د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د مندخېلو کلي او د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ پر ملکي کورونو بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ د ملکي روغتون مسؤولین وایي، تر دې دمه د پېښې له سیمې ۴۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د سرچینو په وینا، د ټپیانو شمېر له ۱۰۰ تنو اوښتی او د شهیدانو شمېر ۶۵ تنو ته رسېږي، خو تر اوسه یې رسمي تایید نه دی شوی.
سرچینې زیاتوي، د پاکستان پوځ د کونړ ولایت پر ځینو سیمو هم هوايي بریدونه کړي، خو د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه لا نور جزئیات نه دي خپاره شوي.



