ولسمشر اردوغان: که د ترکیې ملي ګټې وګواښل شي له اسرائیلو سره جګړې ته چمتو یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، که د هېواد ملي ګټې او بقا له ګواښ سره مخ شي، نو ترکیه له اسرائیلو سره جګړې ته چمتو ده.
اردوغان ټینګار کړی،چې هېواد یې د خپلو ملي ارزښتونو، امنیت او حاکمیت د دفاع لپاره به هېڅ ډول دریغ ونه کړي او د اړتیا په صورت کې به لازم اقدامات ترسره کړي.
هغه زیاته کړې، چې د فلسطین د روان وضعیت په رڼا کې به انقره خپل دریځ لا سخت کړي او د فلسطین د خلکو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
تر اوسه اسرائیلي حکومت د ولسمشر اردوغان د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button