آریانا افغان هوايي شرکت نوې بوینګ چارټر الوتکه د نړیوالو پروازونو لپاره فعاله کړه 

 کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

آریانا افغان هوايي شرکت وایي، یوه بوینګ چارټر الوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلې، چې د شپږو میاشتو لپاره د اردن له یوه هوايي شرکت څخه په چارټر اخیستل شوې ده.

د شرکت په وینا، دغه الوتکه د ۲۹۰ مسافرو او ۲۵ ټنه بار د لېږد ظرفیت لري او ټاکل شوې چې سر له سبا ورځې خپل نړیوال پروازونه پیل کړي. ویل کېږي، الوتکه به تر ډېره د کابل–استانبول او کابل–جدې پر لارو فعالیت کوي.

آریانا افغان هوايي شرکت زیاتوي، د دې الوتکې په فعالېدو سره به د هېواد د هوايي ترانسپورټ ظرفیت لوړ، د مسافرو او سوداګرو لپاره اسانتیاوې زیاتې او نړیوالو الوتنو ته به لا ښه زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button