د کورنیو چارو وزارت: د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال، مولوي عبدالرحمن منیر، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر له استازي، پولک اوک سیري سره کتلي او د افغانستان په اړه یې د یاد سازمان د راتلونکي راپور او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
منیر ویلي، اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو سره په سرحدونو کې د نشهیي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره ګډې همکارۍ ته بشپړ چمتووالی لري او په دې برخه کې د همغږۍ پیاوړتیا مهمه بولي.
هغه همداراز د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو له دفتر څخه غوښتي، چې د افغان بزګرانو لپاره د بدیلو کښتونو د پراختیا او ملاتړ په برخه کې عملي مرستې وکړي، څو د نشهیي توکو د کښت پر ځای قانوني او اقتصادي بدیلونه پیاوړي شي.



