ځايي خلک: د پکتیا په څمکنۍ کې د پاکستان هوايي برید ۳۰ ملکي وګړي شهیدان او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وایي، تېره شپه د مندی‌خېلو په سیمه کې د پاکستان د پوځي رژیم د هوايي برید له امله لږ تر لږه ۳۰ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، شهیدان شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان دي.

د ځايي خلکو په وینا، برید د شپې شاوخوا ۱۲ بجې پر یوه استوګنیز کور ترسره شوی، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله او پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

ځايي اوسېدونکي دا هم وایي، چې د برید هدف ملکي وګړي وو او د دوی په خبره، د څمکنۍ ولسوالۍ په سیمه کې د ټي ټي پي حضور نه شته. تر اوسه د پاکستان لوري د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button