ملا امير خان متقي د یوناما له نوي مرستیال سره د بشري مرستو او پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د بهرنیو چارو وزیر، ملا امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له نوي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي، برونو لمارکي، سره په لیدنه کې د بشري مرستو د مدیریت، پراختیايي پروژو او د دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متقي د بشري مرستو ترڅنګ د انکشافي او زېربنايي پروژو پر پلي کېدو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې اسلامي امارت به په دې برخه کې له ملګرو ملتونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.
برونو لمارکي ويلي چې د ورسپارل شوو دندو د اغېزمن ترسره کولو لپاره به خپلې هڅې وکړي او د ملګرو ملتونو او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا پر دوام يې ټینګار کړی دی.



