زلمي خلیلزاد پر افغانستان د پاکستان وروستي خونړي بریدونه په کلکو ټکو غندلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
په داسې حال کې چې له افغانستان سره د اختلافاتو د هواري لپاره د نړۍ او پاکستاني ولس د خبرو اترو د غوښتنو له پامه غورځولو وروسته، پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي”
زلمي خلیل زاد”دغه بریدو په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې هغه تل د پاکستان له لوري د بېګناه افغانانو وژنه غندلې او نن یې هم یو ځل بیا غندي.
نوموړي ویلي، اسلامآباد د ګڼو نظریو او وړاندیزونو په وړاندې هېڅ ځواب نه دی ویلی او تر اوسه یې کوم رغنده او مثبت ګام نه دی اخیستی.
خلیلزاد پوښتنه کړې، چې آیا اسلامآباد رښتیا هم د یوې هوکړې غوښتونکی دی؟ او که دا شخړه د پاکستان له نظره هماغه ده چې ادعا یې کوي، که د دغه هېواد د پوځي جوړښت تر شا نورې موخې پرتې دي؟
هغه زیاته کړې، که داسې وي نو دا موخې به څه وي؟ آیا هدف یې یو بېثباته افغانستان دی؟ او که د پاکستان پوځي جوړښت د چین له لوري د امتیازاتو د ترلاسه کولو په بدل کې غواړي داسې شرایط رامنځته کړي چې افغانستان کې د چین د لا زیات نفوذ لپاره زمینه برابره کړي، یا دواړه؟
خلیلزاد ویلي، که د پاکستان موخې همدا وي، نو دا د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي، ځکه زیاتېدونکې بېثباتي ښايي د امریکا ضد وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول داعش-خراسان، ته خوندي پټنځایونه برابر کړي. همدارنګه په افغانستان کې د چین د نفوذ زیاتوالی هم یوه جیوپولیټیکي ننګونه بلل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې که دا د پاکستان اصلي موخې وي، نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د دغه هېواد پوځي جوړښت یې په ښکاره نه بیانوي.



