مجاهد: د پاکستان هوايي بریدونه وحشیانه کړنه بللې ده

کابل ټکی کام (دوشنبه،۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت ویاند، “ذبیحالله مجاهد” د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د مرورې ولسوالۍ پر سیمو د پاکستان د تېرې شپې هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او هغه یې “یرغل او جنایت” بللی دی.
مجاهد پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
مجاهد ویلي، چې پر ملکي سیمو بریدونه د نړیوالو اصولو او بشري حقونو ښکاره نقض دی او د داسې کړنو دوام به د سیمې امنیتي وضعیت نور هم پېچلی کړي.
تر دې دمه د پاکستان حکومت د اسلامي امارت د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



