د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۳۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د شنبې په ورځ ۳۵۰ کورنۍ چې ۱۸۸۴ تنه یې درلودل، د بېلابېلو لارو له لارې هېواد ته په اجباري ډول راستانه شوې او ثبت شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې د ټرانسپورټ کمېټې له لارې ټولې کورنۍ په خوندي توګه خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او د اړتیا په صورت کې مالي او روغتیايي مرستې هم ورکړل شوې. همدارنګه ۴۷۰ سیمکارتونه او خوراکي توکي ورته وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې هم مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، لنډمهاله مېشتېدنې او د هېواد، اسلامي نظام، صبر او زغم، او ښوونې او روزنې په اړه معلومات ورکړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button