کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په زابل کې د شیخ متي بابا د مهاجرینو دویم ښارګوټی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سیمهییزو چارواکو په شتون کې پرانیستل شو. دغه ښارګوټی ۴۳۳۰ جریبه مساحت لري او د پلان له مخې ۵۰۰۰ نمرې د راستنېدونکو لپاره په نظر کې نیول شوي چې هر کډوال به یوه نمره ترلاسه کوي.
په ښارګوټي کې روغتیایي مرکزونه، جوماتونه، ښوونځي، دیني مدرسې، دارالعلوم، تفریحي پارکونه، د سپورټ لوبغالي او سوداګریز مرکزونه شامل دي.
د مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالعلي جهادیار وویل، هڅه کیږي چې د مهاجرینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او یو شمېر راستنو شویو ته د ځمکې رسمي اسناد هم ورکړل شول او مسؤلینو ډاډ ورکړ چې اړوندې ادارې به ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.


















