حماس: د بې‌ځایه شوو پر خېمو بریدونه به ناوړه پایلې ولري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۲ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د صهیونیستي اشغالګرو له‌خوا پر غزې تړانګه د بمباردونو دوام او د بې‌ځایه شوو خلکو د خېمو په نښه کول، د اوربند د هوکړې ښکاره نقض دی او ګواښ یې کړی ،چې ناوړه پایلې به ولري.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اشغالګرو جنګي الوتکو په خان‌یونس ښار کې د یوې اووه کسیزې بې‌ځایه شوې کورنۍ خېمه په نښه کړې، چې له امله یې د یادې کورنۍ ټول غړي شهیدان شوي دي.

همداراز، حماس وایي چې د تېرو څو ساعتونو پر مهال د غزې په بېلابېلو سیمو کې د شهیدانو شمېر ۱۲ تنو ته رسېدلی، چې په هغوی کې ۶ ماشومان هم شامل دي.

حماس ټینګار کړی، چې د ملکي وګړو، کورنیو او ماشومانو پر وړاندې دا ډول بریدونه ښيي، چې اشغالګر رژیم لا هم د غزې د خلکو پر وړاندې د نسل‌وژنې وحشي جګړه روانه ساتلې، سره له دې چې د اوربند له هوکړې نږدې څلور میاشتې تېرې شوې دي.

اعلامیه زیاتوي، چې دا پرله‌پسې سرغړونې د اوربند هوکړې ته ښکاره سپکاوی دی او دا هم په ډاګه کوي، چې منځګړي او تضمین کوونکي هېوادونه په دې برخه کې بې‌پامي ښيي.

حماس یو ځل بیا د اوربند له تضمین کوونکو هېوادونو او د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې سمدستي اقدام وکړي، څو د اشغالګرو د اوربند د کمزوري کولو سیاست ودروي، دغه رژیم د جګړې او د ملکي وګړو د وژنو بندولو ته اړ کړي او د هوکړې د ټولو مادو بشپړ تطبیق له ځنډ او فریب پرته تضمین کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button