د اپسټین افشا شوي اسناد؛ اردوغان پکې د لوېدیځ او اسرائیلو پر وړاندې ستر خنډ بلل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې د جفري اپسټین په افشا شویو اسنادو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه ځینې ایمیلونه هم یاد شوي دي. د دغو ایمیلونو له مخې، اردوغان د لوېدیځ، اسرائیلو او موساد د ستراتیژیکو اهدافو پر وړاندې د یو جدي خنډ په توګه یاد شوی دی.

د ایمیلونو په محتوا کې ویل شوي چې د اردوغان سیاسي دریځ د هغه د تېرو شلو کلونو له تګلارې سره تر ډېره سمون لري. راپورونه زیاتوي چې نوموړي د ترکیې بهرنۍ پالیسي له مطلق لوېدیځ‌محور لوري واړوله او له روسیې، چین، ایران او اسلامي نړۍ سره یې اړیکې پراخې کړې دي.

همداراز اردوغان په بېلابېلو وختونو کې د فلسطین، غزې او بیت‌المقدس په مسئلو کې د اسرائیلو پر سیاستونو ښکاره نیوکې کړې او ملاتړ یې د فلسطینیانو کړی دی.

د یادو اسنادو له مخې، د اردوغان پر وړاندې د سیاسي بې‌ثباتۍ د رامنځته کولو احتمالي هڅې، د هغه د حکومت پر ضد د کودتا سناریوګانې او نور فشاري اقدامات هم تر بحث لاندې راغلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button