تېره ورځ ګڼ شمېر کډوال هېواد ته راستانه او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵، سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورځېني راپور له مخې، د سه‌شنبې په ورځ سلګونه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لار او اسلام‌کلا له لارو هېواد ته راستانه شوي او اړین خدمات ورته برابر شوي دي.
راپور ښيي، چې له بېلابېلو لارو ټولټال ۴۲۶ کورنۍ او ۲۴۶۶ تنه ثبت شوي، ۳۱۲ کورنۍ او ۱۶۷۷ تنه لېږدول شوي او ۱۸۴ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
همداراز، راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات وړاندې شوي او ۴۱۶ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د ټرانسپورټ له لارې یو شمېر کورنۍ د کابل، کندهار، هرات او نورو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي.
مسؤولینو ویلي، چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره به مرستې او خدمتونه دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button