د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پیاوړتیا؛ د کورنیو چارو وزارت معین له CARICC چارواکو سره وکتل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر، په خپل کاري دفتر کې د منځنۍ اسیا د سیمه‌ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له رئیس مخمود خادیموف او د یاد مرکز له سلاکار عزیزبیک ارکابویف سره لیدنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ښاغلي منیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت، د سیمې له هېوادونو او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې نږدې او دوامداره همکاري لري.

نوموړي زیاته کړه چې د سرحدي همغږۍ له لارې د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي او د قاچاق وړونکو د نیولو لپاره ګډ اقدامات ترسره کېږي.

هغه همداراز د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې د لا اغېزمنتیا لپاره د یاد مرکز له مسؤلینو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

بلخوا د CARICC رئیس او سلاکار د خبرو پر مهال وویل، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له صادرېدو وروسته افغانستان کې د نشه‌يي توکو د مخنیوي، د روږدو کسانو د راټولولو، ساتنې او درملنې په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

دوی ټینګار وکړ چې د افغانستان له حکومت سره به د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې لا پیاوړې همغږي رامنځته کړي.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.

مربوطه مطالب

Back to top button